کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: امریکا د غني او عبدالله ترمنځ د هوکړې هڅه کوي

22 حوت 1398 ساعت 9:53

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن لا هم د افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو اوارولو هڅه کوي.
زلمي خلیلزاد په کابل کې وویل، ډېره هڅه یې وکړه چې له لوړې مخکې د دواړو ترمنځ ستونزې حل شي، خو ډېر وخت نه و.
نوموړي خبرداری ور کړ چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف ممکن پر امنیتي وضعیت، افغان وسلوالو ځواکونو او تر ټولو مهم پر افغان سولې بهیر- چې د ده په وینا یو تاریخي چانس دی- بد اغېز وکړي.


د مارچ په نهمه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لوړه وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسون له انتخاباتو پنځه میاشتې وروسته ولسمشر غني بریالی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله هم ځان د دې ټاکنو ګټونکی بولي او وايي، ټول ګډونه حکومت جوړوي.
زلمي خلیلزاد دا هم وویل، امریکا په ټاکنیز جنجال کې د یوه لوري ملاتړ هم نه دی کړی، خو د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې یې ځکه ګډون وکړ چې د موازي حکومت جوړېدل نه غواړي.
د هغه په خبره، امریکا دا نه غواړي چې د افغانستان یوه برخه د طالبانو، بله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت او بله هم د عبدالله عبدالله د ملاتړو په واک کې وي.
نوموړي دا هم وویل، چې ولسمشر غني د خبرو بهیر کې د سولې عالي شورا مشري او نږدې ۴۰ سلنه کابینه عبدالله عبدالله او د هغه ملاتړو ته وړاندیز کړه، خو ښاغلي عبدالله ونه منله.
 


د مطلب کود: 205349

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205349/خلیلزاد-امریکا-د-غني-او-عبدالله-ترمنځ-هوکړې-هڅه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com