دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 205349
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن لا هم د افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو اوارولو هڅه کوي. زلمي خلیلزاد په کابل کې وویل، ډېره هڅه یې وکړه چې له لوړې مخکې د دواړو ترمنځ ستونزې حل شي، خو ډېر وخت نه و. نوموړي خبرداری ور کړ چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف ممکن پر امنیتي وضعیت، افغان وسلوالو ځواکونو او تر ټولو مهم پر افغان سولې بهیر- چې د ده په وینا یو تاریخي چانس دی- بد اغېز وکړي.
د مارچ په نهمه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لوړه وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسون له انتخاباتو پنځه میاشتې وروسته ولسمشر غني بریالی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله هم ځان د دې ټاکنو ګټونکی بولي او وايي، ټول ګډونه حکومت جوړوي.
زلمي خلیلزاد دا هم وویل، امریکا په ټاکنیز جنجال کې د یوه لوري ملاتړ هم نه دی کړی، خو د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې یې ځکه ګډون وکړ چې د موازي حکومت جوړېدل نه غواړي.
د هغه په خبره، امریکا دا نه غواړي چې د افغانستان یوه برخه د طالبانو، بله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت او بله هم د عبدالله عبدالله د ملاتړو په واک کې وي.
نوموړي دا هم وویل، چې ولسمشر غني د خبرو بهیر کې د سولې عالي شورا مشري او نږدې ۴۰ سلنه کابینه عبدالله عبدالله او د هغه ملاتړو ته وړاندیز کړه، خو ښاغلي عبدالله ونه منله.
 
https://avapress.com/vdci5war3t1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته