کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اردوغان د بروکسل نه د راستنیدو پر مهال مهمې څرګندونې وکړې

22 حوت 1398 ساعت 10:09

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د کډوالو په مسئله کې د یونان لخوا د کډوالو سره د بد او ضد انساني چلند باندې د سختې نیوکې سره وویل " د یونان لخوا د کډوالو پر وړاندې غوره کړی دریځ او روان چلند رسمآ جنایت دی. پدې خبره باید ډیر ښه پوه شي. مونږ به ددوی نه ددې ټولو کړونو حساب وپښتو. "




ولسمشر اردوغان ادلب، سوریې او کډوالو د بحران په اړه وویل چې دا بحران زمونږ نه ډیر د اروپايي ټولنې لپاره د ارادې او مشرۍ امتحان  دی. هغه وویل چې د اروپا مشرانو دا خبره ومنله چې  ترکیې د کډوالو په مسئله خپل ټول مسئولیتونه پر ځای کړي خو اروپا پدې برخه کې ناغیړي کړې ده .
 


د مطلب کود: 205355

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205355/اردوغان-د-بروکسل-نه-راستنیدو-پر-مهال-مهمې-څرګندونې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com