د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د کډوالو په مسئله کې د یونان لخوا د کډوالو سره د بد او ضد انساني چلند باندې د سختې نیوکې سره وویل " د یونان لخوا د کډوالو پر وړاندې غوره کړی دریځ او روان چلند رسمآ جنایت دی. پدې خبره باید ډیر ښه پوه شي. مونږ به ددوی نه ددې ټولو کړونو حساب وپښتو. "