کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوتین د اساسي قانون تعدیل او تر ۲۰۳۶ کاله واک کې پاتېدل غواړي

25 حوت 1398 ساعت 16:48

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اساسي قانون د تعدیل هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې نوموړی د د دوو نورو پړاوونو لپاره د ولسمشر په توګه پاتې کېدای شي.
کرملین پر خپله وېبپاڼه د اساسي قانون د تعدیل ۶۸ مخیز متن خپور کړی دی.
د اساسي قانون د تعدیل دا وړاندیز سترې محکمې ته استول شوی چې وروسته ټولپوښتنې ته وړاندې شي.



د روسیې د اساسي قانون اړوندې محکمې ویاندې فرانس پرېس خبري اژانس ته د شنبې په ورځ وویل، د محکمې د قاضیانو پلاوي عملاً د تعدیلاتو راوستلو ته چمتووالی ښودلی دی.
خو تر اوسه یې د خپلې پرېکړې د اعلان وخت نه دی ټاکلی.
کرملین د اساسي قانون د تعدیل لپاره د ټولپوښتنې وخت د راتلونکې اپرېل میاشتې ۲۲ نېټه ټاکلې ده.
د روسیې د مشرانو جرګې مشرې والنټینا ماتووییکنو د شنبې په ورځ وویل، د تعدیل په تړاو رایه اچونه "باید د کورونا وېروس پر اندېښنې سربېره ترسره شي."
 


د مطلب کود: 205505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/205505/پوتین-د-اساسي-قانون-تعدیل-او-تر-۲۰۳۶-کاله-واک-کې-پاتېدل-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com