کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران په افغانستان کښې د سراسري اوربند له اجرا کیدو ملاتړ کوي

8 حمل 1399 ساعت 12:30

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کښې د اورنبد د اجرايي کیدو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د آیډیا ملاتړ وکړ.


د ایران خارجه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې په ټولو جنګونو کښې د نړیوال اوربند د اعلانولو او له کرونا وایرس سره د مبارزې د پیلولو په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي انټونیو ګوتریش د وړاندیز په ملاتړ سره وویل: ایران له افغانستان سره د ګاونډیتوب او هم داشان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د میلیونونو افغانستاني کډوالو د شتون په وجه د افغانستان له موجوده حالاتو ترټولو زیات شناخت او خبرتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د سراسري اوربند په منلو کښې په خپلې باتورانه پریکړې او له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د یو خوندي چاپیریال په برابرولو سره، د افغانستان په تاریخ کښې یو نوی باب پرانزي.


د مطلب کود: 206264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206264/ایران-په-افغانستان-کښې-د-سراسري-اوربند-له-اجرا-کیدو-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com