کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو: طالبان باید تاوتریخوالی کم او امریکا سره د هوکړې درناوی وکړي

14 حمل 1399 ساعت 10:53

د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ ویلي،‌ طالبان باید په افغانستان کې له خپل لوري تاوتریخوالی کم کړي‌ او د هغې هوکړې درناوی وکړي چې دې ډلې له امریکا سره کړې ده.‌ نوموړي‌ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو به د افغان حکومت سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې ته دوام ورکوي،‌ او طالبان باید پر دې پوه شي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی او باید د خبرو مېز ته کېني.‌


ښاغلي سټولټنبرګ،‌ چې نن چارشنبه یې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې،‌ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو کمېدل مشروط دي او شرایطو پورې اړه لري.‌
نوموړي وویل، تر سږ کال اوړي به افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۲ زرو ته راټیټ شي، خو د نور کمښت په اړه لا هېڅ پرېکړه نه ده شوې.‌
د ناټو سرمنشي‌ وویل، افغانستان کې تاوتریخوالي او روان سیاسي‌ بحران وضعیت لا ترینګلی کړی دی، نو ځکه افغان سیاسي‌ مشران باید خپلمنځي اختلاف ختم کړي.‌
نوموړي په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو کې رغنده رول ولوبوي‌ او ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
 


د مطلب کود: 206715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206715/ناټو-طالبان-باید-تاوتریخوالی-کم-او-امریکا-سره-د-هوکړې-درناوی-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com