د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ ویلي، طالبان باید په افغانستان کې له خپل لوري تاوتریخوالی کم کړي او د هغې هوکړې درناوی وکړي چې دې ډلې له امریکا سره کړې ده. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو به د افغان حکومت سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې ته دوام ورکوي، او طالبان باید پر دې پوه شي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی او باید د خبرو مېز ته کېني.