کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفارت د غني پلاوي ته د همکارۍ ژمنه ورکړې

15 حمل 1399 ساعت 9:54



په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر «رایس ویلسون» د اشرف غني له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په موخه له جوړ شوي پلاوي سره غږېدلی او د همکارۍ ژمنه یې ورکړې.
ویلسون په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي ټیم سره په لیدنه خوښ دی او د هغوی له یووالي، اغېزمنتیا، تیاریو او په ۱۹ کلنو لاسته راوړنو باندې د ټینګار له امله له ترې اغېزمن شوی.
د ویلسون په خبره، دوی له دې مذاکراتي پلاوی کلک ملاتړ کوي.
 


د مطلب کود: 206791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/206791/د-امریکا-سفارت-غني-پلاوي-ته-همکارۍ-ژمنه-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com