په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېر «رایس ویلسون» د اشرف غني له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په موخه له جوړ شوي پلاوي سره غږېدلی او د همکارۍ ژمنه یې ورکړې.
ویلسون په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د اسلامي جمهوریت له مذاکراتي ټیم سره په لیدنه خوښ دی او د هغوی له یووالي، اغېزمنتیا، تیاریو او په ۱۹ کلنو لاسته راوړنو باندې د ټینګار له امله له ترې اغېزمن شوی.
د ویلسون په خبره، دوی له دې مذاکراتي پلاوی کلک ملاتړ کوي.