د بلخ ولایت امنیتي چارواکي شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د اتو ملکي کسانو له وژلو خبر ورکوي.
چارواکي: طالبانو د بلخ شولګره کې ۸ ملکیان وژلي دي
20 حمل 1399 ساعت 12:28
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د اتو ملکي کسانو له وژلو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي چې طالبانو تېره ورځ(سېشنبې د وري په ۱۹مه نېټه) دا ملکیان د شولګرې ولسوالۍ له نهرسرخ کلي، بېولي وو چې څو ساته وروسته یې وژلي دي.
د بلخ ولایت د ملي امنیت د رسنیو دفتر هم خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 207249