کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: ټرمپ وایي د محدودیتونو لېرې کولو بشپړ واک لري

26 حمل 1399 ساعت 16:48

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي د هغو محدودیتونو د لرې کولو "بشپړ واک" لري چې په امریکا کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره لګول شوي دي.
د نوموړي دا دریځ د امریکا د ایالتونو د والیانو او د دغه هېواد د اساسي قانون د کارپوهانو له نظر سره په ټکر کې دی.
ټرامپ په یوه خبري غونډه کې- چې له خبریالانو سره یې لفظي جنجال هم راغی- وویل:
"د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر د پرېکړو واک لري."


دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا په ختیځ او لوېدیځ کې لس ولایتونه په کور پاتېدو د لګول شوي سخت محدودیت د نرمولو پر پلانونو غور کوي.
په متحده ایالتونو کې اوس د نړۍ تر بل هر هېواده د کورونا وېروس ډېرې مثبتې او د مړينې پېښې ثبت شوې دي.
د مثبتو پېښو شمېر له پنځه نیم لکو اوښتی او د مړو شمېر ۲۳ زره او ۶۰۸ ښودل شوی دی.
 


د مطلب کود: 207756

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207756/کورونا-وېروس-ټرمپ-وایي-د-محدودیتونو-لېرې-کولو-بشپړ-واک-لري

آوا
  https://www.avapress.com