کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډونلډ ټرمپ پر روغتیا نړیواله اداره مرسته بندوي

27 حمل 1399 ساعت 8:49

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، حکومت ته یې امر کړی چې د روغتیا نړیوالې ادارې له بودیجې سره همکاري ودروي.
ښاغلي ټرمپ وویل، دا اداره د کورونا وېروس له نړیوالې وبا سره په خپلو دندو کې پاتې را غلې ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو دا اداره تورنه کړه چې په چین کې د کورونا له ښکارېدو وروسته یې د دې وېروس په "خپرېدو پرده اچولې او ناسم یې اداره" کړی دی، ځکه باید "ځواب ووايي".
ښاغلي ټرمپ دا اداره د چین په ګټه په تعصب تورنه کړه.



د امریکا ولسمشر خپله په کور کې هم له دې وبا سره د مقابلې د څرنګوالي له امله له نیوکو سره مخ دی.
نوموړي سپینه ماڼۍ کې د کورونا وېروس په هکله خپل ورځني خبري کانفرنس کې وویل:
"حکومت ته مې امر وکړ چې پر روغتیا نړیواله اداره بودیجه ودروي، چې د کورونا وېروس خپرېدو کې د دې ادارې په سخت بد مدیریت او پر بشپړ خپراوي یې د پردې اچولو رول وارزول شي.
د هغه په خبره:"د روغتیا نړیواله اداره د خپلو لومړنیو دندو تر سرولو کې بریالۍ نه وه او باید ځواب ووايي".
امریکا دا مهال نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو تر ټولو لوی مرکز دی؛ په دې وېروس پکې پنځه لکه شپږ نوي زره کسان اخته شوي او تر پنځه ویشت زرو ډېر ترې مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 207773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207773/ډونلډ-ټرمپ-پر-روغتیا-نړیواله-اداره-مرسته-بندوي

آوا
  https://www.avapress.com