کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني د ایران خاص استازي سره د سولې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس , 1 ثور 1399 ساعت 9:50

اشرف غني او ځینو نورو لوړپوړو مقاماتو پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د افغان سولې، سیمه‌ییزې اجماع او له کرونا ویروس سره پر مبارزې خبرې کړي.


د ارګ ماڼۍ یکشنبه ماښام په یوه اعلامیه کې د دې لیدنې په اړه خبر ورکړ.

اخوا له دې لیدنې مخکې ښاغلي طاهریان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هم کتلي چېرته چې د امنیت شورا د اعلامیې له مخې هغه د افغانستان له دولته د سولې پروسې او ځینو نورو مسئلو په برخه کې د ایران د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محب ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کېدل اړین دي او هم دا ډاډ حاصل شي چې راتلونکې سوله دایمي ده او په سیمه کې پرې موافقه موجوده ده.
 


د مطلب کود: 208200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208200/غني-د-ایران-خاص-استازي-سره-سولې-او-نورو-مسایلو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com