کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، نړۍ د کورونا وېروس د وبا له امله له پراخې لوږې له خطر سره مخ ده.د د خوړو نړیوال پروګرام مشر ډیویډ بیسلي وايي، د ناورین د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پکار دي. دا اداره په یوه رپوټ کې اټکلوي، له لوږې سره مخ ۱۳۵ میلیون کسان به تر ۲۵۰ میلیون پورې ورسېږي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له جګړې، اقتصادي کړکېچ او اقلیمي بدلون اغېزمن لس هېوادونه له خورا ډېر خطر سره مخ دي. د خوړو کړکېچ څلورم کلني نړیوال رپوټ کې یمن، د کانګو ډیموکراټی جمهوریت، افغانستان، ونیزویلا، ایتوپیا، سوېلي سوډان، سوډان، سوریه، نایجیریا او هیټي ته ډېره اشاره شوې ده.

3 ثور 1399 ساعت 8:23

د کوویډ - ۱۹ وېروس په هکله د جانز هاپکنز پوهنتون وروستي معلومات ښيي چې په نړۍ کې پر دغه ویروس د اخته ناروغانو شمېر له دوه نیم میلیونو اوښتی دی. تر اوسه د نړۍ په لر او بر کې د دغې ناروغۍ له کبله ۱۷۶ سوه زره کسان مړه شوي دي.


د برتانیا په روغتونونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۸۲۸ کسان مړه شوي. دې هېواد کې د مړو شویو کسانو ټولټال شمېر ورسره ۱۷۳۳۷ کسانو ته رسېدلی دی.
بل لور ته د بریتانیا ملي روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد یې د کورونا وېروس ضد واکسین چمتو کولو لپاره ټول وس او توان کاروي.
د نوموړي په وینا بریتانیا د دغه ډول واکسین چمتو کولو لپاره تر بل هر هېواد ډېرې پیسې لګولې دي.
نوموړي په اکسفورډ پوهنتون او لندن امپریال کالج کې د روانو ازموینو یادونه وکړه، چې په وینا یې چټک پرمختګ کوي.
ښاغلی هنکوک وايي، حکومت به د اکسفورډ څېړونکې ډلې ته د واکسین کلینکي ازموینې لپاره ۲۰ میلیونه پاونډ ورکړي، چې پر خلکو به د پنجشنبې له ورځې ازموینه پیل کړي.
 


د مطلب کود: 208369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208369/د-ملګرو-ملتونو-خوړو-نړیوال-پروګرام-وايي-نړۍ-کورونا-وېروس-وبا-له-امله-پراخې-لوږې-خطر-سره-مخ-ده-مشر-ډیویډ-بیسلي-ناورین-مخنیوي-لپاره-اړین-ګامونه-پکار-دي-دا-اداره-په-یوه-رپوټ-کې-اټکلوي-۱۳۵-میلیون-کسان-تر-۲۵۰-پورې-ورسېږي-جګړې-اقتصادي-کړکېچ-او-اقلیمي-بدلون-اغېزمن-لس-هېوادونه-خورا-ډېر-څلورم-کلني-یمن-کانګو-ډیموکراټی-جمهوریت-افغانستان-ونیزویلا-ایتوپیا-سوېلي-سوډان-سوریه-نایجیریا-هیټي-ته-ډېره-اشاره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com