کورنیو چارو وزارت وايي، پولسو غزني ولایت کې د طالبانو هغه موټر له منځه وړی، چې له چاودېدونکو ټوکو ډک و.
غزني کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی
د صدای افغان خبری آژانس , 7 ثور 1399 ساعت 15:05
کورنیو چارو وزارت وايي، پولسو غزني ولایت کې د طالبانو هغه موټر له منځه وړی، چې له چاودېدونکو ټوکو ډک و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، د غزني ولایت دامنیه قومندانۍ منسوبینو یو طالب له یو موټربم سره یو ځای له منځه وړی دی.
د ښاغلي آرین په خبره بریدګر چې یو فېلډر ډوله موټر کې یې چاودېدونکي ټوکيی ځای پر ځای کړي و، غوښتل یې د غزني ښار په “ارزو” سیمه کې پولیس خپله موخه وګرځوي، چې خپلې موخې ته تر رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له وژل شوي طالب سره یو شمېر وسلې هم له منځه تللي دي.
د مطلب کود: 208650