کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان اوسني وضعیت په اړه د اسدالله خالد او سکاټ مېلر خبرې

د صدای افغان خبری آژانس , 8 ثور 1399 ساعت 11:10

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره پر پوځي عملیاتو او د طالبانو په روان تاوتریخوالي خبرې کړي.


په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ دا خبره یکشنبه ماښام په یوه ټویټ کې کړې ده.
هغه ویلي چې دا پوځي مشران په ګډه د افغانستان شمال ته تللي و او هلته‌یې د افغانستان او بهرنیو ځواکونو له پوځي قوماندانانو سره ولیدل.
د امریکايي پوځیانو ویاند ډګروال ساني لګېټ ویلي چې امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته متعهده ده او د کرونا ویروس له ننګونو سربېره ګډ کار ته دوام ورکوي.


د مطلب کود: 208701

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208701/د-افغانستان-اوسني-وضعیت-په-اړه-اسدالله-خالد-او-سکاټ-مېلر-خبرې

آوا
  https://www.avapress.com