دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 208701
د افغانستان اوسني وضعیت په اړه د اسدالله خالد او سکاټ مېلر خبرې
د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغانستان دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره پر پوځي عملیاتو او د طالبانو په روان تاوتریخوالي خبرې کړي.
په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ دا خبره یکشنبه ماښام په یوه ټویټ کې کړې ده.
هغه ویلي چې دا پوځي مشران په ګډه د افغانستان شمال ته تللي و او هلته‌یې د افغانستان او بهرنیو ځواکونو له پوځي قوماندانانو سره ولیدل.
د امریکايي پوځیانو ویاند ډګروال ساني لګېټ ویلي چې امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته متعهده ده او د کرونا ویروس له ننګونو سربېره ګډ کار ته دوام ورکوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdzj0xfyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته