کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره د کرونا ویروس په اړه خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس , 9 ثور 1399 ساعت 12:31

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو محمد حنیف اتمر او اس جي شنکر پرون (دوشنبه د غويي ۸) د کرونا ویروس د ستونزې او د طبي وسایلو په ګډون د بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.


د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وویل، د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره‌یې د دغه هېواد د سولې د هلو ځلو او د افغان سېکهانو د خوندیتوب په اړه هم خبرې وکړې.
د حمل میاشتې په لومړیو کې په کابل کې د سېکهانو پر یوه ګوردواره یا عبادت‌ځای په حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او لږترلږه ۸ نور ژوبل شول.
داعش وسله‌والې سخت دریځې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست.


د مطلب کود: 208791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208791/حنیف-اتمر-له-خپل-هندي-سیال-سره-د-کرونا-ویروس-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com