کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د تګ راتګ محدودېدو سره د انلاین کاروبار وده

10 ثور 1399 ساعت 10:17

په افغانستان کې پر تګ راتګ له محدودیت او د ښارونو او بازارونو له تړل کېدو سره د پېر او پلور پرلیکه یاانلاین کاروبارونه هم غوړېدلي.
د افغانستان په ښارونو، په تېره بیا پلازمېنه کابل کې د تګ راتګ محدودېدو که له یوې خوا ګڼ کاروبارونه او فعالیتونه محدود کړي خو د انترنيټ یا ټېلفون له لارې د پېر پلور کاروبارونه پکې غوړېدلي.




 د نورو شیانو تر څنګ د هغو وسایلو پر ليکه پېر څو برابره ډېر شوی چې بهر ته د تګ راتګ امکان کمولی شي؛ لکه خوراک‌توکي، له رنځه د خونديتوب لپاره لازم توکي، کتابونه او په کور کې نور کارېدونکي توکي.
د انلاین پېر پلور کاروونکي او کارپوهان بیا وايي دا ډول کاروبارونه که څه هم غوړېدلي، خو د کار ډول يې لا هم زوړ دی او کیفیت یې ډېر نه دی بدل شوی.
د افغانستان په ښارونو، په تېره بیا پلازمېنه کابل کې د تګ راتګ محدودېدو که له یوې خوا ګڼ کاروبارونه او فعالیتونه محدود کړي خو د انترنيټ یا ټېلفون له لارې د پېر پلور کاروبارونه پکې غوړېدلي.
که څه هم پر لیکه پېر پلور په افغانستان کې ډېر دود نه دی، خو ډېرېدونکی شمېر خلک يې اوس د اړتیا وړ څیزونو د پوره کولو لپاره تجربه کوي.
 


د مطلب کود: 208853

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208853/په-کابل-کې-د-تګ-راتګ-محدودېدو-سره-انلاین-کاروبار-وده

آوا
  https://www.avapress.com