کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې ۴۶ زندانیان په کورونا وېروس اخته شوي؛ هرات کې حکومتي کسان محدودیتونه ماتوي

10 ثور 1399 ساعت 10:25

د افغانستان د زندانونو د چارو ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي چې په افغان زندانونو کې ۴۶ تنه پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دو فرمانونو په لاسلیک سره د څه باندې ۲۲ زره زندانیانو د خوشې کولو امر کړی. له دې ډلې زرګونه تنه خوشې شوې دي.
افغان حکومت وايي په زندانونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره دا ګام پورته کوي.
نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکایي چارواکو بیا بیا خبرداردی ورکړی چې د افغانستان په زندانونو کې بند کسان د کورونا وېروس له جدي ګواښ سره مخ دي.



د افغانستان روغتیا وزارت  وویل، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۶۱ شکمنې پېښې معاینه کړې چې پکې ۱۲۵ مثبتې دي. بله خوا د هرات چارواکي وایي، یو شمېر حکومتي کسان له خپل مقامه په ګټې لګول شوي محدودیتونه ماتوي.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، دې ۱۲۵ نویو ناروغانو سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته رسېږي.
 


د مطلب کود: 208856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208856/افغانستان-کې-۴۶-زندانیان-په-کورونا-وېروس-اخته-شوي-هرات-حکومتي-کسان-محدودیتونه-ماتوي

آوا
  https://www.avapress.com