کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله د خپل ټیم دننه له اختلافاتو سره مخ دی

10 ثور 1399 ساعت 11:49

د کابل حکومت پخوانی اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي، له ارګ سره جوړجاړي ته نږدې شوی، خو د خپل ټیم دننه له اختلافاتو سره مخ دی.
د عبدالله عبدالله په ټیم کې ځيني غړي د نوموړي او ارګ تر منځ په جوړجاړي خوښ دي او دا ورته د منلو وړ ده، چې عبدالله عبدالله د مصالحې شورا مشر شي؛ خو ځيني نور یې بیا د نظام د تغیر، د صدارتي نظام د تشکیل او د ټاکنو د پایلو د لغوه کېدو پلوي کوي.



د دویم نظر خاوندان وایي، که عبدالله عبدالله له اشرف غني سره جوړجاړی وکړي، دوی به ترې لارې بېلې کړي.
که څه هم ثبات او همپالنه ټيم تر دې دمه د خپل ټيم د اختلافاتو په اړه څه نه وایي، خو تر دې وړاندې يې ویلي وو، چې اشرف غني یې د ټیم د ماتولو او پاشلو په لټه کې دی او غواړي، ددوی د سیاسي ملګرو تر منځ درز واچوي.
دغه خبرونه داسې مهال دي، چې نړیواله ټولنه تر بل هر وخت زیات د کابل د روان سیاسي بحران په حل ټینګار کوي او د اختلافاتو د له منځه وړلو غږ کوي.

ټاګونه


د مطلب کود: 208871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208871/عبدالله-د-خپل-ټیم-دننه-له-اختلافاتو-سره-مخ-دی

آوا
  https://www.avapress.com