کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګیلاني: د غني او عبدالله د اختلاف په صورت کې ښايي نړیوال په درېیم انتخاب غور وکړي

11 ثور 1399 ساعت 9:59

د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګيلاني وايي، که دواړه لوري د سیاسي بحران پایته رسېدو په هدف توافق ته ونه رسېږي نو د دې امکان شته چې نړیواله ټولنه پر درېیم انتخاب غور وکړي او د سولې ګروپ جوړولو له لارې د افغانستان مسئلې ته حل لار ومومي.



که څه هم د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د حل په موخه هڅې روانې دي؛ خو دواړه لوري تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

 ډاکتر عبدالله عبدالله د کومې طرحې له شریکو پرته وار له مخه له ارګ سره تماسونه ټینګ کړي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې روانې دي؛ خو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې ډېر ژر به له مقابل اړخ سره مذاکرات پیل کړي.
بل لورته د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي مشرانو منځګړي هئیت ته نږدي سرچینې وايي چې دواړه لوري توافق ته نږدي شوي وو؛ خو ټیمي اختلافاتو دغه پروسه ټکنۍ کړې ده.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال او د ولسي جرګې خان اغا رضایی وايي، دواړه اړخونه دې د سیاسي بحران ختمولو لپاره نرمښت وښيي، که نه پایلې به یې خطرناکې وې.
 


د مطلب کود: 208943

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/208943/ګیلاني-د-غني-او-عبدالله-اختلاف-په-صورت-کې-ښايي-نړیوال-درېیم-انتخاب-غور-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com