کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د پاکستان د ۷۰۰۰ ښاریزو ازموینې ترسره کړي

13 ثور 1399 ساعت 9:48

د ایران د زاهدان د طبي علومو د پوهنتون د روغتیا چارو مرستیال سید مهدي طباطبايي وویل په میرجاوه سرحد کښې په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې د پاکستان د څه دپاسه اوه زره (۷۰۰۰) ښاریزو د سلامتیا معاینه یعني سکرینینګ(Screening) شوی دی .


هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي اهمیت ته په پام سره د ایران په جنوب ختیځ کښې د میرجاوه په سرحدي ټرمینل کښې د ناروغیو د سینډرمیک(syndromic) څارنې نظام پیاوړی شوی دی  .
طباطبايي د میرجاوه د سرحدي ټرمینل د ودانۍ او د هالونونو پاکولو ته په اشارې سره وویل د پاکونې لپاره د اړتیا وړ استعمالیدنکي شیان او تجهیزات د سرحدي روغتیا د څارنې او د ایران د روغتیا وزارت د کار او د ژواک چاپیریال د سلامتیا د ادارې  معیارونو پراساس برابر شوي دي .
 


د مطلب کود: 209064

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209064/ایران-د-پاکستان-۷۰۰۰-ښاریزو-ازموینې-ترسره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com