دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 209064
د ایران د زاهدان د طبي علومو د پوهنتون د روغتیا چارو مرستیال سید مهدي طباطبايي وویل په میرجاوه سرحد کښې په تیرو دوو (۲) میاشتو کښې د پاکستان د څه دپاسه اوه زره (۷۰۰۰) ښاریزو د سلامتیا معاینه یعني سکرینینګ(Screening) شوی دی .
هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي اهمیت ته په پام سره د ایران په جنوب ختیځ کښې د میرجاوه په سرحدي ټرمینل کښې د ناروغیو د سینډرمیک(syndromic) څارنې نظام پیاوړی شوی دی  .
طباطبايي د میرجاوه د سرحدي ټرمینل د ودانۍ او د هالونونو پاکولو ته په اشارې سره وویل د پاکونې لپاره د اړتیا وړ استعمالیدنکي شیان او تجهیزات د سرحدي روغتیا د څارنې او د ایران د روغتیا وزارت د کار او د ژواک چاپیریال د سلامتیا د ادارې  معیارونو پراساس برابر شوي دي .
 
https://avapress.com/vdcg3y9xtak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته