کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې پر لمونځ کوونکو لاسي بم غورځول شوی دی

د صدای افغان خبری آژانس , 15 ثور 1399 ساعت 15:43

د پکتیا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې تېره شپه یو جومات کې پر لمونځ کوونکو لاسي بم غورځول شوی، چې ۲۰ تنه پکې ټپیان شوي دي.


د پکتیکا ولایت امنیه قومندان نثاراحمد عبدالرحیم زي ویلي، چې پېښ تېره شپه دوشنبه غويي ۱۴ داسې مهال رامنځته شوې، چې یو جومات کې د تروایح لمونځ ترسره کېده.
د هغه په خبره پر خلکو لاسي بم غورځول شوی، چې د څلور ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان پکې ټپیان شوي، چې څلور پوځي کسان هم پکې شامل دي.
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان وايي، د پېښه په اړه پولیسو پلټنې پیل کړي، او وروسته به یې نور معلومات له خلکو سره شریک کړي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د شوې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.


د مطلب کود: 209272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209272/پکتیکا-کې-پر-لمونځ-کوونکو-لاسي-بم-غورځول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com