دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 209272
پکتیکا کې پر لمونځ کوونکو لاسي بم غورځول شوی دی
د پکتیا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې تېره شپه یو جومات کې پر لمونځ کوونکو لاسي بم غورځول شوی، چې ۲۰ تنه پکې ټپیان شوي دي.
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان نثاراحمد عبدالرحیم زي ویلي، چې پېښ تېره شپه دوشنبه غويي ۱۴ داسې مهال رامنځته شوې، چې یو جومات کې د تروایح لمونځ ترسره کېده.
د هغه په خبره پر خلکو لاسي بم غورځول شوی، چې د څلور ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان پکې ټپیان شوي، چې څلور پوځي کسان هم پکې شامل دي.
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان وايي، د پېښه په اړه پولیسو پلټنې پیل کړي، او وروسته به یې نور معلومات له خلکو سره شریک کړي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د شوې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchqwnii23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته