کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناڅرګندو وسله والو په کندهار ښار کې یوه ښځینه پولیسه ووژله

15 ثور 1399 ساعت 16:11

ناڅرګندو وسله والو د کندهار ښار په زړه کې یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ سهار د ښار اولې او دوهمې حوزې ترمنځ د شهیدانو څلور لارې ته څېرمه ساحه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناڅرګندو وسله والو پر یوې ښځینه پولیسې ډزې وکړې.



نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې په نښه شوې پولیسه ځای پرځای وژل شوې او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي، چې پولیس یې د نیولو هڅې کوي.
دا په  تیرو څو میاشتو کې څلورمه ښځینه پولیسه ده چې په کندهار کې ښار په رڼا ورځ د وسله والو لخوا وژل کیږي.
ددې برید مسئولیت تراوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم ددې خبر تر لیکلو پولیسو په دې تړاو څوک نیولي دي.
د افغانستان په ټولنه کې د ښځو کار کول لوی عیب ګڼل کیږي او د قومي غیرت له امله خلک خپلې لوڼې او ښځې له کوره دباندې کار کولو څخه منع کوي، په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې چې اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی، ډیری خلک کار کول لوی شرم او پیغور ګڼي، ځکه اکثره په اکثره مواردو کې ښځینه پولیسې د خپلې کورنۍ له لوري وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 209277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209277/ناڅرګندو-وسله-والو-په-کندهار-ښار-کې-یوه-ښځینه-پولیسه-ووژله

آوا
  https://www.avapress.com