کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغان مسافرو سره د ناوړه چلند په اړه د ایران او امریکا لفظي شخړه

17 ثور 1399 ساعت 14:45



د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د یو شمېر افغان مسافرو د شکنجې او په سیند کې د هغوی د لاهو کولو خبرونه ورکړل شول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني ځواکونو دا کړنه یو بشر ضد کار وباله او د پېښې په تړاو یې د څېړنو له پیل کېدو هرکلی وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دې څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي « ایران له افغانستان سره غښتلې اړیکې لري او د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو کې يې هڅه کړې؛  هغه څه چې په هرات ولایت کې پېښ شوي، دردوونکي دي؛ خو د امریکا له لوري دا ډول تورونه یو تاریخي طنز ته پاتې کېږي.»
وړاندې زیاته شوې « د امریکا حکومت په افغانستان کې يو جنګي مجرم او د ترورستانو تمویلوونکی دی.»
 


د مطلب کود: 209419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209419/له-افغان-مسافرو-سره-د-ناوړه-چلند-په-اړه-ایران-او-امریکا-لفظي-شخړه

آوا
  https://www.avapress.com