کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو پیل لپاره سیمې ته سفر پیل کړی

د صدای افغان خبری آژانس , 18 ثور 1399 ساعت 10:00

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره سیمې ته سفر پیل کړی.


د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین ویلي خلیلزا په قطر کې د دوی له استازو سره د بندیاتو پر خوشې کیدو، د بین الافغاني خبر پیلیدو او د توافق عملي کیدو پرسر خبرې کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې خلیلزاد به په دې سفر کې پر قطر سربیره، هند او پاکستان ته هم سفر وکړي.
نوموړی به په دې سفر کې له هندي او پاکستاني چارواکو سره د سولې پروسې او له طالبانو او قطري چارواکو سره د سولې هوکړې پر پلي کیدو خبرې وکړي.


د مطلب کود: 209439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209439/خلیلزاد-بین-الافغاني-مذاکراتو-پیل-لپاره-سیمې-ته-سفر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com