کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په هلمند کې د سړک ویجاړولو ادعاوې بې اساسه بللي

18 ثور 1399 ساعت 11:12

وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې ددوی لخوا د سړک ویجاړولو حکومتي ادعاء رد کړې او دا یې تش تبلیغات بللي دي.
تردې وړاندې په کندهار کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر ادعا کړې وه، چې وسله والو طالبانو د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ په کوپکي سیمه کې ۳ کیلومتره پوخ سړک ویجاړ کړی او وروسته د میوند قول اردو د انجینري ټیم لخوا بیرته رغول شوی دی، کوم ادعاء چې طالبان یې بې بنسټه بولي.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه په دې هکله داسې غبرګون ښودلی دی: «د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ۳ کیلومتره سړک د اړولو راپورونه حقیقت نه لري.»
نوموړي دغه راز ویلي، چې د نادعلي ولسوالۍ  په یاده سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښه ده، ځکه دوی د سړک په ځینو برخو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د کاروانونو  په وړاندې ماینونه خښ کړي دي: «یاده سیمه د جګړې کرښه ده، هلته د دښمن د تحرکاتو په وړاندې مایونونه ځای پرځای شوي، چې طبعا د سړک ځينې ځایونه به يې خراب کړي وي، مګر د سړک د اړولو راپورونه د دښمن پروپاګند دی، موږ يې ردوو.»
وسله وال طالبان په داسې مهال د سړکونو ویجاړولو په هکله حکومتي تورونه ردوي، چې د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون تیرکال د هېواد په مختلفو سیمو کې خلکو ته د آسانتیا په موخه سلګونه کیلومتره سړکونه خام او پاخه رغولي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
 


د مطلب کود: 209459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209459/طالبانو-په-هلمند-کې-د-سړک-ویجاړولو-ادعاوې-بې-اساسه-بللي

آوا
  https://www.avapress.com