کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر یوې خیریه مؤسسې روغتیا وزارت سره د روغتیايي توکو مرسته وکړه

18 ثور 1399 ساعت 16:35

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د الغرافه په نوم یوې قطرۍ خیریه مؤسسې او په چین کې میشتو افغان سوداګرو له کرونا وایرس سره د مبارزې په موخه د شاوخوا دوه میلون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته ورسره کړې ده.
په دې لړ کې د یو اعشاریه درې ملیون ډالرو په ارزښت د الغرافه قطرۍ مؤسسې او یو ملیون ډالرو په ارزښت د چین میشتو افغان سوداګرو لخوا له کرونا وایرس سره د مبارزې اړوند روغتیايي توکي او وسایل شامل دي ، چې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.



په مرسته شوو توکو کې د کرونا تشخیصیه کیټونه، روغتیايي ماسکونه، ترمامیترونه، شیشه یې ماسکونه، د تنفس مصنوعي ماشینونه او نور بیلابیل روغتيايي توکي او وسایل شامل دي، چې د روغتیا وزارت  د معین ډاکټر وحیدالله مجروح په په خبره ډیر ژر به له کرونا سره د لازیاتې جدي مبارزې په موخه به اړونده روغتونو باندې وویشل شي.
په افغانستان کې د الغرافه قطري خیریه مؤسسې مسئول شاهدالله جواد وايي، مونږ له تیرو اوو کلونو راهیسې د ښوونې، روغتیا، کرنې، د ځنګلي حیواناتو د نسل ساتنې په ګډون مختلفو برخو کې له افغانستان سره بشري مرستې کوو.
نوموړي دغه راز په فراه ولایت کې د یو مجهز روغتون جوړولو د سروې ترڅنګ ویلي، چې په هېواد کې یې له  ۴۰۰۰ اړمنو او قرنطین ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي دي.
له بل پلوه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اطاق د هیئت مشر سیدزمان هاشمي د چین میشتو افغان سوداګرو لخوا د مرسته شوو روغتیايي توکه د سپارلو پرمهال وویل، چې افغان پانګوالو تراوسه د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا ۳ میلونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي.
د قطري الغرافه خیریه مؤسسې او چین میشتو افغان سوداګرو لخوا روغتیا وزارت ته په داسې مهال له کرونا وباء سره د مبارزې په موخه روغتیايي توکي او وسایل مرسته کیږي، چې د تازه شمېرو له مخې په هېواد کې د کرونا وباء ۳۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۰۶ تنه وفات شوي او ۴۶۸ تنه نور بیا رغیدلي دي.
 


د مطلب کود: 209504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209504/د-قطر-یوې-خیریه-مؤسسې-روغتیا-وزارت-سره-روغتیايي-توکو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com