کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غږېدلي

19 ثور 1399 ساعت 9:43

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» له خپل ازبکستاني سیال «عبدالعزیز کاملوف» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغانستان په وروستیو حالاتو یې ورسره بحث کړی.




په دغه تلیفوني خبرو کې دواړه لوري له کرونا سره په مبارزې، دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې.
د ایراني او ازبکستاني چارواکو دا خبرې داسې مهال دي، چې په کابل کې د عبدالله او غني سیاسي کړکېچ لا په خپل ځای پاتې دی او تر دې دمه د توافق د وروستي کېدلو څرکونه نه تر سترګو کېږي.
څه موده  وړاندې عبدالله ادعا وکړه، چې له اشرف غني سره د اصولو په اړه توافق ته رسېدلی او پر جزئياتو ورسره خبرې کوي؛ خو له هغه وروسته کابو یوه اوونۍ تېرېږي مګر لا هم دواړو لورو هوکړو نه ده کړې.
 


د مطلب کود: 209514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209514/د-ایران-او-ازبکستان-بهرنیو-چارو-وزیران-افغانستان-په-اړه-غږېدلي

آوا
  https://www.avapress.com