کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار والي حیات الله حيات په کرونا ويروس اخته شوی دی

20 ثور 1399 ساعت 8:52

د کندهار والي حيات الله حيات په کرونا ويروس اخته شوی دی.
د کندهار ولایت مقام تایید کړې چې د دغه ولایت والي حیات الله حیات او یو شمیر ساتونکي یې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.



‏د سرچينې په وینا والي او د هغه یو شمیر ساتونکو نن د کرونا ناروغۍ د معلومولو لپاره خپل روغتيايي سيمپلونه د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وه چې نتيجه يې مثبته راوتلې ده.
دا په داسې حال ده کې چې تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت وزير فيروز الدين فيروز هم په کرونا ناروغۍ اخته شوی و.
دغه راز په ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې هم ګڼ شمېر چارواکو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مهاله په کندهار ولايت کې د کرونا ۴۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۹ کسان مړه شوي او ۲۱ بيرته روغ شوي دي.
 


د مطلب کود: 209535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209535/د-کندهار-والي-حیات-الله-حيات-په-کرونا-ويروس-اخته-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com