کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

باجوه خلیلزاد ته له افغان سولې پروسې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړی

20 ثور 1399 ساعت 8:56

د پاکستان د پوځ لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدلي او د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلی.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې باجوه او خلیلزاد په دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان د بیارغونې د پروسې په اړه غږېدلي.
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې خلیلزاد د سولې په برخه کې د پاکستان رول او هڅې ستایلې او باجوه بیا ویلي، چې له افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او همدا ملاتړ د پاکستان د ښه نیت څرګندونه کوي.


خلیلزاد داسې مهال د پاکستان له امنیتي چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېږي، چې د نوي سفر په ترڅ کې یې له پاکستان وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو او تر هغه وروسته په نوي دهلي کې له هندي استازو سره د افغان سولې پروسې په اړه بحثونه کړي او تمه ده بیا ځلې دوحې ته د طالبانو لیدلو ته وروګرځي.
سیمې ته د خلیلزاد نوی سفر داسې وخت دی، چې طالبان وایي، امریکا په هوکړه کې کړې ټولې ژمنې نه دي پوره کړې او په ځينو ځایونو کې یې له توافقنامې سرغړونه کړې.
 


د مطلب کود: 209537

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209537/باجوه-خلیلزاد-ته-له-افغان-سولې-پروسې-د-پاکستان-ملاتړ-ډاډ-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com