کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد بیا پاکستان ته تللی

د صدای افغان خبری آژانس , 20 ثور 1399 ساعت 11:08

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر قطر او هند وروسته تېره ورځ یو ځل بیا د پاکستان په لور تللی، او هلته یې د یاد هېواد د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي.


ښاغلی خلیلزاد تېره ورځ ( جمعه غويي ۱۹ ) پاکستان کې د دې هېواد د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان پوځ دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد او د پاکستان پوځ مشر افغانستان کې د سولې پر بهیر  او سیمه ییز امنیت غږېدلي دي.
خلیلزاد له دې مخکې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر سره لیدنه کړې، او له طالبانو یې افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د بشري اوربند غوښتنه کړې.
هغه ویلي، هماغسې چې د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، قطر کې مو طالب استازو سره په لیدنه کې د کرونا ویروس له امله د بشري اوربند غوښتنه وکړه.
خلیلزاد طالبانو سره لیدنه کې له دواړو ښکیلو غاړو د بندیانو د لاچټک آزادېدو غوښتنه کړې، او ژر تر ژره یې د بین الافغاني خبرو د پیل ټینګار کړی دی.


د مطلب کود: 209566

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209566/خلیلزاد-بیا-پاکستان-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com