ښاغلی خلیلزاد تېره ورځ ( جمعه غويي ۱۹ ) پاکستان کې د دې هېواد د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان پوځ دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې زلمي خلیلزاد او د پاکستان پوځ مشر افغانستان کې د سولې پر بهیر او سیمه ییز امنیت غږېدلي دي.
خلیلزاد له دې مخکې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر سره لیدنه کړې، او له طالبانو یې افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د بشري اوربند غوښتنه کړې.
هغه ویلي، هماغسې چې د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، قطر کې مو طالب استازو سره په لیدنه کې د کرونا ویروس له امله د بشري اوربند غوښتنه وکړه.
خلیلزاد طالبانو سره لیدنه کې له دواړو ښکیلو غاړو د بندیانو د لاچټک آزادېدو غوښتنه کړې، او ژر تر ژره یې د بین الافغاني خبرو د پیل ټینګار کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس