کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه کې د دویمې نړیوالې جګړې د بري کلیزه په پیکه بڼه ولمانځل شوه

21 ثور 1399 ساعت 8:52

شوروی کې د دویمې نړیوالې جګړې پای کې پر نازي جرمني د بري ۷۵ مې کلیزې مراسم په داسې حال کې ولمانځل شول، چې د کورونا وېروس مخنیوي په موخه دودیز پراخ پوځي مارشونه تر سره نه شول.
په دې پیکه مراسمو کې د روسیه ولسمشر پوتین د جګړې یادګاري څلي سره د تل بلندې لمبې مخې ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
روسان چې و نه توانیدل په عام محضر کې دغو مراسمو کې ګډون وکړي، پر انټرنېټ یې د کورنیو تصویرونه خپاره کړل او د جګړې کیسې یې سره شریکې کړې.


د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې په دې مناسبت پراخ مراسم دود دي، چې په شریکه یې په دویمه نړیواله جګړه کې د ۲۶ میلیونو کسانو قرباني ورکړې.
په اوسنیو مراسمو کې جیټ الوتکو د مسکو په اسمان کې الوتنې وکړې، د روسیې د بېرغ درې رنګونه یې په هوا کې خپاره کړل او د پوځیانو یوې ډلګې د کریملین له دېوال سره د ولسمشر پوتین پر وړاندې مارش پاسټ یا رسم ګذشت تر سره کړ.
 


د مطلب کود: 209627

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209627/روسیه-کې-د-دویمې-نړیوالې-جګړې-بري-کلیزه-په-پیکه-بڼه-ولمانځل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com