کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایشچي زوی: دوستم ته دې د مارشال رتبه نه ورکول کېږي

21 ثور 1399 ساعت 11:35

د کابل حکومت د ولسي جرګې وکیل او د احمد ایشچي زوی «بکتاش ایشچي» عبدالله عبدالله ته په یوه لېږلي لیک کې دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکړې سره مخالفت څرګند کړی.
بکتاش عبدالله عبدالله ته په لېږلي لیک کې نه یوازې دوستم ته د مارشالۍ رتبې له ورکړې سره مخالفت کړی، بلکې له سیاسي مقام څخه د دوستم د ګوښه کولو غوښتنه یې هم کړې.



احمد ایشچي، چې څو کاله وړاندې یې دعوه کړې وه، د دوستم له لوري په جنسي ډول ځورول شوی، زوی یې وایي، د مارشالۍ رتبه د هیواد معنویت ده او دوستم ددې رتبې په اخستلو غواړي له قضا او عدلي ارګانونو څخه خوندي شي « د قانون له پلوه، له سیاسي هوکړې سره د مارشالۍ رتبه شونې نه ده چې چا ته ورکړل شي. د مارشالۍ ربته د یوه هېواد معنویت دی.دوستم غواړي چې د ځان لپاره یو خوندیتوب رامنځته کړي چې هغه خوندیتوب د مارشالۍ رتبه ده.»
د ایشچي د زوی له لوري دغه اندېښنې داسې مهال دي ، چې د عبدالله او غني د سیاسي هوکړې په لړ کې دوستم د خپل ځان لپاره د مارشالۍ د رتبې غوښتنه کړې او ګوند یې په عبدالله غږ کړی، چې د توافق په صورت کې باید د دوستم واکونه هم مشخص کړي.
دوستم، چې د هیواد په شمال کې د نامسئوله ملېشو قوماندان دی، تر دې وړاندې د اشرف غني لومړی مرستیال وو او په تېر دور ټاکنو کې د عبدالله په ټاکنیزه ډله کې و.
نوموړی د بشري جنایتونو تر څنګ د احمد ایشچي په جنسي ځورونه هم تورن دی، او قضیه یې لا هم په عدلي ارګانونو کې ناحله پاتې ده.
 


د مطلب کود: 209660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209660/د-ایشچي-زوی-دوستم-ته-دې-مارشال-رتبه-نه-ورکول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com