احمد ایشچي، چې څو کاله وړاندې یې دعوه کړې وه، د دوستم له لوري په جنسي ډول ځورول شوی، زوی یې وایي، د مارشالۍ رتبه د هیواد معنویت ده او دوستم ددې رتبې په اخستلو غواړي له قضا او عدلي ارګانونو څخه خوندي شي « د قانون له پلوه، له سیاسي هوکړې سره د مارشالۍ رتبه شونې نه ده چې چا ته ورکړل شي. د مارشالۍ ربته د یوه هېواد معنویت دی.دوستم غواړي چې د ځان لپاره یو خوندیتوب رامنځته کړي چې هغه خوندیتوب د مارشالۍ رتبه ده.»
د ایشچي د زوی له لوري دغه اندېښنې داسې مهال دي ، چې د عبدالله او غني د سیاسي هوکړې په لړ کې دوستم د خپل ځان لپاره د مارشالۍ د رتبې غوښتنه کړې او ګوند یې په عبدالله غږ کړی، چې د توافق په صورت کې باید د دوستم واکونه هم مشخص کړي.
دوستم، چې د هیواد په شمال کې د نامسئوله ملېشو قوماندان دی، تر دې وړاندې د اشرف غني لومړی مرستیال وو او په تېر دور ټاکنو کې د عبدالله په ټاکنیزه ډله کې و.
نوموړی د بشري جنایتونو تر څنګ د احمد ایشچي په جنسي ځورونه هم تورن دی، او قضیه یې لا هم په عدلي ارګانونو کې ناحله پاتې ده.