کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان کې له طالبانو سره نښته کې شپږو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس , 22 ثور 1399 ساعت 13:06

دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې طالبانو تېره شپه د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او په ترڅ کې یې ۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.


خبرپاه کې چې نن دوشنبه(د غويي په ۲۲ مه) خپره شوې، زیاته کړې یې ده چې نښته کې ۵ تنه افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سره، برید په شا تمبول شوی دی.
په همدې حال کې د لغمان ولایتي شورا غړی بیا وايي چې طالبانو علي شینګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي په ترڅ کې یې ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي.
ګلزار سنګروال نیازی زیاتوي چې طالبانو د برید په پایله کې د افغان ځواکونو ۲۴ ټانکونه هم سوځولي دي.
د لغمان ولایتي شورا دا غړی زیاتوي چې پېښه کې ۶ افغان سرتېري ټپیان شوي او ۹ تنه هم طالبانو له ځان سره بېولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 209753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209753/لغمان-کې-له-طالبانو-سره-نښته-شپږو-سرتېرو-ژوند-لاسه-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com