کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سهیل شاهین:

د «کابل ادارې» امنیتي چارواکو د تاوتریخوالي په زیاتولو اعتراف کړی

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یوځل بیا افغان دولت د جګړې او تاوتریخوالي زیاتولو تورن کړی دی.

24 ثور 1399 ساعت 9:14

شاهین په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې درې ورځې مخکې دده په خبره د «کابل ادارې» د امنیت رئیس، داخله وزیر او دفاع وزارت مرستیال ولسي جرګې ته په خپلو وضاحتي بیانونو کې اعتراف کړی وو، چې تیره یوه نیمه میاشت یې د طالبانو پرضد د هغوی په پرتله څو چنده زیات بریدونه او عملیات ترسره کړي دي.


د روانې مئ میاشتې په لسمه نیټه ولسي جرګه کې د ملي امنیت، کورنیو او دفاع وزارتونو چارواکو د خپلو ویناوو په ترڅ کې ادعا کړې وه، چې طالبانو سږکال د حمل میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر د ثور میاشتې ۱۵ نیټې پورې ۲۲۰ بریدونه ترسره کړي او په مقابل کې یې دوی هم د طالبانو پرضد ۱۲۰۰ مشترک بریدونه کړي دي.


د مطلب کود: 209882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209882/د-کابل-ادارې-امنیتي-چارواکو-تاوتریخوالي-په-زیاتولو-اعتراف-کړی

آوا
  https://www.avapress.com