دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 209882
سهیل شاهین:

د «کابل ادارې» امنیتي چارواکو د تاوتریخوالي په زیاتولو اعتراف کړی

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یوځل بیا افغان دولت د جګړې او تاوتریخوالي زیاتولو تورن کړی دی.
شاهین په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې درې ورځې مخکې دده په خبره د «کابل ادارې» د امنیت رئیس، داخله وزیر او دفاع وزارت مرستیال ولسي جرګې ته په خپلو وضاحتي بیانونو کې اعتراف کړی وو، چې تیره یوه نیمه میاشت یې د طالبانو پرضد د هغوی په پرتله څو چنده زیات بریدونه او عملیات ترسره کړي دي.
د روانې مئ میاشتې په لسمه نیټه ولسي جرګه کې د ملي امنیت، کورنیو او دفاع وزارتونو چارواکو د خپلو ویناوو په ترڅ کې ادعا کړې وه، چې طالبانو سږکال د حمل میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر د ثور میاشتې ۱۵ نیټې پورې ۲۲۰ بریدونه ترسره کړي او په مقابل کې یې دوی هم د طالبانو پرضد ۱۲۰۰ مشترک بریدونه کړي دي.
https://avapress.com/vdcevo8wwjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته