کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: طالبان او حکومت دې په ګډه د وروستیو بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي

24 ثور 1399 ساعت 9:17

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، طالبان او حکومت دې د افغانستان د وروستیو بریدونو د عاملینو په پیدا کولو کې له یو بل سره مرسته وکړي.
د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» سیمې پر سل بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت په «ښېوه» ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو شوي بریدونه غندل شوي او ادعاء شوې، چې د روژې په میاشت کې دا ډول حملې «بوږنوونکې» دي.
دغه بریدونه چې تېره ورځ یې د لسګونه ملکي وګړو ژوند واخست، د طالبانو له لوري په کلکو ټکو غندل شوي او تر دې دمه یې چا پړه په غاړه نده اخستې.



امریکا وایي، حکومت او طالبان دې د ګډې همکارۍ په مټ د یادو شویو بریدونو مرتکبین د عدالت منګولو ته وسپاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله، په «تاوتریخوالي» کې نه کموالی او د یوه سیاسي حل په موخه د ترسره کېدونکو مذاکراتو په لوري نه پرمختګ، ددې لامل شوی، چې افغانان د تروریزم ښکار وګرځي.
د بهرنیو چارو وزرات په خبرپاڼه کې یاده شوې، چې افغانان له «تروریزم خلاص» راتلونکی غواړي او د سولې شته فرصت هغوی ته دا وړتیا وربښي، چې متحد شي او د تروریزم په وړاندې ودرېږي.
امریکا داسې مهال د وروستیو د بریدونو د عاملینو په پيدا کولو کې له طالبانو د همکارۍ هیله لري، چې د کابل حکومت اشرف غني دا بریدونه په طالبانو پورې تړلي او د هغوی په وړاندې یې د تعرضي عملیاتو د پيل امر ورکړی.
طالبانو د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو د امر ورکولو په غبرګون کې ویلي، چې دوی له خپلو خلګو او لیکو د کلکې دفاع وړتیا لري؛ خو د جګړې د سختوالي او بدو پایلو مسئولیت به «کابل ادارې» ته ور له غاړې وي.
 


د مطلب کود: 209883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209883/امریکا-طالبان-او-حکومت-دې-په-ګډه-د-وروستیو-بریدونو-عاملینو-ته-سزا-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com