کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت په جوړېدلو ټینګار کړی

25 ثور 1399 ساعت 23:47



په داسې حال کې، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ توافق ته د نږدې کېدو خبرونه ورکول کېږي، چین وایي، ټول لوري دې د ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې تړاو ویلي، چې ګاونډیان یو بل ته ثبات او امنیت غواړي او چین د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه له افغانستان سره اوږد مهالې او ستراتيژیکې ملګرتیا ته هیلمن دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هیواد یې د عبدالله او غني تر منځ د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې له پرمختګ هرکلی کوي او هیله یې داده، چې ټول ښکېل لوري د خپل ملت غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
 


د مطلب کود: 209994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209994/چین-په-افغانستان-کې-د-یو-ټولشموله-حکومت-جوړېدلو-ټینګار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com