کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر ټرمپ: طالبان هم افغانستان کې زموږ له شتونه ګټه اخلي

30 ثور 1399 ساعت 8:39



د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ په یوه کمسارې ادعا کې ویلي، طالبان په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شتون په اړه ګډوډ پیغام ورکوي.‌  ټرامپ په خپل ټویټ کې د ډالرو سمبول ($) کارولو سره ویلي، طالبان افغانستان کې د امریکا له شتونه ګټه اخلي.‌
د امریکا ولسمشر د خپلې دې ادعا په اړه کوم وضاحت نه دی کړی، خو یو ځل بیا یې ویلي‌ چې امریکایی پوځ افغانستان کې د پولیسو رول ترسره کوي.
ډونلډ ټرامپ دا ټویټونه د وال سټریټ ژورنال د هغې سرمقالې په غبرګون کې کړي چې پکې له نوموړي غوښتنه شوې وه چې د افغانستان په مسله کې بیړه ونکړي.
 


د مطلب کود: 210300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210300/ولسمشر-ټرمپ-طالبان-هم-افغانستان-کې-زموږ-له-شتونه-ګټه-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com