کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان لاهم د خپلو ۵ زره بندیانو پر خلاصون ټینګار لري

د صدای افغان خبری آژانس , 5 جوزا 1399 ساعت 10:43

طالبان د افغان حکومت له لوري د ۲۰۰۰ نور طالب بندیانو د آزادېدو له پرېکړه د هرکلي ترڅنګ ویلي چې له امریکا سره د شوې هوکړې پر اساس تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید ۵ زره طالب بندیان خوشې کړل شي.


تر هغه وروسته چې طالبانو د اختر ورځو کې اوربند اعلان کړ، افغان حکومت یې هر کلی وکړ او په متقابل عمل یې لاس پورې کړ.
ولسمشر غني سولې ته د رسېدو په موخه او د اعتماد فضا د رامنځته کېدو لپاره د ۲۰۰۰ نور طالب بندیانو د آزادېدو پرېکړه وکړه، چې د طالبانو لخوا یې هرکلی شوی.
که څه هم طالبانو د افغان حکومت له دې پرېکړې خوښي ښودلې خو لاهم پر خپل پخواني دریځ کلک ولاړ دي او تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتنه لري.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د افغان حکومت له پرېکړې د هرکلي ترڅنګ ویلي “د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مخکې خنډونه لیري شي”.
سهیل شاهین ویلي چې طالبان هم له خپل اړخه د بندیانو خلاصون ته ژمن دي.


د مطلب کود: 210650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210650/طالبان-لاهم-د-خپلو-۵-زره-بندیانو-پر-خلاصون-ټینګار-لري

آوا
  https://www.avapress.com