کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار کې د غیر مسووله وسله والو تر منځ نښته کې لس کسان وژل شول

5 جوزا 1399 ساعت 16:17

دا نښته پرون د مهدي او عبدالغني په نوم د دوو غیر مسووله قوماندانو ترمنځ رامنتځه شوې ده چې له کبله یې د مهدي په ګډون لس تنه دواړه خواوو ته وژل شوي دي.



د تخار د والي ویاند جواد هجري کلید راډیو ته وویل، چې دا پېښه پرون یکشنبه د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د مهدي او عبدالغني په نوم د دوو غیر مسؤله قوماندانانو د پلویانو ترمنځ شوې چې د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره جګړه ژر کنټرول شوې ده .
(( عبدالغني او مهدي په نوم د دوو وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې د مهدي په نوم یو غیر مسووله قوماندان په ګډون دواړو خواوو ته لس تنه وژل شوي دي، سیمه ته پولیس رسېدلي او سیمه اوس تر کنټرول لاندې ده))
تر اوسه سیمه ییزو چارواکو ددې نښتې د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو په شمال کې وخت ناوخت د ورته غیري مسوولو وسله والو ترمنځ د نښتو لامل په سیمه کې د یو بل نه منل او د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته کېږي.
 


د مطلب کود: 210682

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210682/تخار-کې-د-غیر-مسووله-وسله-والو-تر-منځ-نښته-لس-کسان-وژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com