کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: ایران کې لوی زیارتونه بېرته پرانیستل شول؛ جاپان بېړنی حالت ختم کړ

5 جوزا 1399 ساعت 17:12


ایران په مشهد کې د امام رضا او په قُم کې د حضرت معصومه په ګډون یو شمیر مهم زیارتونه چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره دوه میاشتې وړاندې تړل شوي وو بېرته پرانستل. بل لور ته جاپان هم د بېړني حالت د ختمولو اعلان کړی دی.
ایران کې عبادت کوونکي او زیارت کوونکی به وکولی شي چې د دې زیارتونو انګړ ته داخل شي خو د دې زیارتونو نورو پوښل شویو برخو ته د ورتګ اجازه نه لري. له دوی دغه راز غوښتل شوي چې روغتیایي سپارښتنې او ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.
د نوي پلان له مخې به زیارتونه له لمر خاته یو ساعت وروسته پرانستل کیږي او له لمر پرېواته یو ساعته وړاندې به تړل کیږي. خو لکه د پخوا په څېر به شپه او ورځ نه وي پرانستي.
د افغان خبري اژانس د رپوټ له مخې په پلازمینه تهران کې په شاه عبد العظیم زیارت کې د دوشنبې پر سهار له خلکو غوښتل شوي چې ماسکونه ولري، د ضد عفوني شوي دهلیز له لارې ننووځي او د بدن تودوخې درجه یې باید وکتل شي.
 


د مطلب کود: 210688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210688/کورونا-وېروس-ایران-کې-لوی-زیارتونه-بېرته-پرانیستل-شول-جاپان-بېړنی-حالت-ختم-کړ

آوا
  https://www.avapress.com