کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: پروان کې وسله ‌والو طالبانو ۳ ملکيان وژلي

11 جوزا 1399 ساعت 17:18

په پروان کې چارواکو ویلي چې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو طالبانو په برید کې درې ملکي کسان وژل شوي دي.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل چې پېښه د جوي دختر په سیمه کې شوې ده.
وحیده شهکار زیاته وویل: “وسله‌والو طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ په جوي دختر سیمه کې د هاوان د ګولۍ ډز کړی چې هدف‌یې د امنیتي ځواکونو پوسته وه خو پر یوه کور لګېدلی او د یوې کورنۍ درې ځوانان په کې وژل شوي دي.



د مطلب کود: 211106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211106/چارواکي-پروان-کې-وسله-والو-طالبانو-۳-ملکيان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com